IQNA

یوه مسلمانه میرمن په انګریزئ د قرآن دکال ژباړنه معرفي شوه

16:52 - November 24, 2022
د خبر لمبر: 3486504
ایکنا-(تهران) د  انګلستان یوه مسلمانه میرمن عایشیه عبدالرحمنبیولي د کال دمسلمانې میرمنې په توګه د دقرآن کریم په انګریزي ژبه مترجمه وټاکل شوه

ایکناخبری آژانس د British Muslim Magazine،له قوله راپور راکړ،د اردن د سالامی سټراټژيکو مطالعاتو مرکز چې هرکال په نړۍ کې د پنځه سوه اغیزشیندونکو مسلمانانو لیسټ خپروي، دانګلستان یوه لیکواله میرمن عایشیه بیولي ئې دخپل ۲۰۲۲کال په لیسټ کې د کال د میرمنې په توګه ټاکلې ده.

میرمن عایشیه عبدالرحمن بیولې(Aisha Abdurrahman Bewley)په ۱۹۴۹کال کې زیږیدلې ده او په اسلامی کلاسیک ادبیاتو کې یوه مشهوره او غوره ژباړنه ده  او هماغه راز دغه کار ته دوام ورکوي. په ۱۹۶۸کال کې اسلام ته  له ګروهنې وروسته هغې څه دپاسه پنځه لسیزې  د هر هغه څه د زده کولو لپاره  چې د اسلامی په اړه موجود دي وخت ورکړ.

میرمن عایشیه  په برکلې کې د کلیفورنیا پوهنتون څځه  د نزدې ختیځ د ژبو د لوړو زده  کړو فارغ التحصیله وه او  خپلو زده کړو ته ئې په قاهرې کې په امریکائی پوهنتون کې  دوام ورکړ. میرمن بیولې د فارغ التحصیلۍ له وخت راهسې په نه ستړیکیدونکي توګه هڅه کړې څو اسلامی ادبیاتو ته  د انګریزی ژبې مسلمانانو  دټولنې د لاس رسي امکان برابر شي.

  د میرمن عایشه  د خاوند عبدالحق بیولې په مرستې  اوملاتړ سره په انګریزي ژبې د قرآن کریم  ژباړه د هغې ترټولو لویه بریاوه.دوي دواړو په دغې پروژې کار وکړ او له دې وروسته ئې د ؛قران شریف : په عنوان سره دټوله ترجمه  خپره کړه.

ددغو کارونو زیاتره برخه چې هغې پرې کار کړیدی،وړیا په آنلاین بڼه خپره شوې ده.استادانو ،زده کونکو او ډيرو نورو خلکو انټرنیټ ته مراجعه کړې څو دهغې له سرچینو له کوم لګښت پرته استفاده وکړي .

میرمن عایشیه عبدالرحمن بیولې پر ژباړنې سربیره،پخپل ډول کې یوه ښه لیکواله هم ده.دهغې آثار،ډيرو موضوعګانو ته پوښښ ورکوي او اسلام ،د میرمنو توانمنیدا(۱۹۹۹) او ډيموکراټيک استبداد او اسلامی  پيراډائيم(۲۰۱۸)ددغې مسلمانې  لیکوالې او ژباړې  په مهمو آثارو کې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4102036/%D9%85%

captcha